د سعودي او امارات په یرغلګرو د یمن ځوابي بریدونه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند تېره شپه په امارات او سعودي باندې د نویو بریدونو د تر سره کېدو خبر ورکړ.
تېره ورځ یو شمېر رسنیو د یمن په حضرموت ولایت کې د الضبې په بندر کې چي د سعودي او د امارات د یرغلګرو ځواکونو په واک کې دی، د دوو پرلپسې چاودنو خبر ورکړ، یادې چاودنې بندر ته د یوې تیلي کښتۍ له رسېدو سره هممهاله شوې دي.
تر دې دمه د دغو چاودنو په نتیجه کې د اوښتیو زیانونو او مرګژوبلو معلومات نه دي خپاره شوي.
د فارس خبري آژانس له راپور سره سم، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع رسنیو ته وویل: د یمن وسله والو ځواکونو یوه خبرداری ورکوونکی او ساده برید تر سره کړ څو سعودي او اماراتي یرغلګرو له لوري د یمن د تېلو د غلا مخنیوی وکړي.
هغه زیاته کړه: دغه تیل وړونکې کښتۍ د یمن د تېلو د نه صادراتو پریکړه یې تر پښو لاندې کړې وه.
سریع د دې په بیانولو چي د یمن وسله والو ځواکونو د ځان د دفاع په لړ کې د لا زیاتو عملیاتونو له وړتیا څخه برخمن دي، وویل: یو ځلې بیا ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکوو چي د یرغلګرو سره، په ملګرتیا کې د یمن د تیلو د چور تالان څخه ډډه وکړي.
د یمن حضرموت ولایت د تېلو لویې څاګانې لري او د سعودي امارات یرغلګرو ځواکونو له دې ځای څخه د تېلو د چورتالان لپاره هڅه کوي.
تر دې دمه سعودي عرب د یمن څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تېل غلا کړی دی.