لبنان د بریالیتوب په درشل کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122668-لبنان_د_بریالیتوب_په_درشل_کښې_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق ویل لبنان د یوه تاریخي بریالیتوب په درشل کښې ورغلی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 24, 2022 06:23 Asia/Kabul
  • لبنان د بریالیتوب په درشل کښې دی

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق ویل لبنان د یوه تاریخي بریالیتوب په درشل کښې ورغلی دی.

شیخ نبیل قاووق په یوې وینا کښې ټینګار وکړ لبنان له نیواکي فلسطین یعني اسرائیلو سره د اوبو د سرحد د ټاکلو په دوسیې کښې په اقتصادي انحصاري سیمه کښې خپلو ټولو غوښتنو ته په رسیدا سره د یوه تاریخي او سټراټيژیک بریالیتوب په درشل کښې ورغلی دی.

هغه وویل خبرواترو په یوازې ځان په تیرو یولسو کلونو کښې ونکړې شو حتی د لبنان د سرحدي حقوقو د یوه میټر د ازادولو په اندازه بریا ولري خو د  «کاریش» د ګازو د میدان د پاسه د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو په الوت کولو سره معادله بدله شوه او لبنان خپلو ټولو غوښتنو ته ورسید.

د لبنان د  حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل په داسې حال کښې چې د صهیونیسټ دوښمن ټولې پوځي ، سیاسي او امنیتي ادارې د لبنان د حزب الله غورځنګ په بریالیتوب اعتراف کوي د لبنان په داخل کښې ځینې کسان د حزب الله له بریاو انکار کوي ځکه چې دوې خپه دي او د حزب الله بریالیتوب دوې افسرده کوي.

هغه د لبنان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په هکله وویل اوس د لبنان ټولو خلکو ته معلومه ده چې په بیروت کښې د سعودي عربستان سفارت د لبنان د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې لاسوهنه کوي هماغه ډول چې د لبنان د پارلمان په انتخاباتو کښې یې لاسوهنه وکړه خو د سعودي عربستان سفارت دا ځل ډیر ښکاره او نیغ په نیغه خپل دباو اعمالوي.