د ۲۰۲۲کال بیل راهسې تردې دمه ۲۵صهیونیسټان هلاک شوي دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122946-د_۲۰۲۲کال_بیل_راهسې_تردې_دمه_۲۵صهیونیسټان_هلاک_شوي_دی
پرون یکشنبې ورځې هم په لویدیځي غاړې کې  دصهیونیسټ ضده  دوو عملیاتو کې د پنځو نورو صهیونیسټانو دټپی کیدا خبر ورکړی چې صهیونیسټي خبری سرچینو هم دغه دواړه عملیات  او مرګ ژوبلې تائيد کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2022 03:52 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۲کال بیل راهسې تردې دمه ۲۵صهیونیسټان هلاک شوي دی

پرون یکشنبې ورځې هم په لویدیځي غاړې کې  دصهیونیسټ ضده  دوو عملیاتو کې د پنځو نورو صهیونیسټانو دټپی کیدا خبر ورکړی چې صهیونیسټي خبری سرچینو هم دغه دواړه عملیات  او مرګ ژوبلې تائيد کړي دي.

 د صهیونیسټ رژيم داخلی امنیتی ادارو  د روان میلادي کال له پیل راهسې تردې دمه په نیواکي ټاټوبو کې د لږترلږه پنځه ویشتو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی دی.

شهاب انټرنیټي سایټ راپور ورکړی،د صهیونیست رژيم  امنیتی ادارې ؛شاباک؛ پرون په یوې راپور کې وئيلی دي ،د ۲۰۲۲کال له پیل راسهې تر دې دمه  دفلسطینیانو په مختلفو  عملیاتو کې د هلاک شوو صهیونیسټ  میشته ښارګوټو  د اوسیدونکو اوپوځیانو شمیر پنځه ویشتو تنو ته رسیدلی دی چې  په ۲۰۱۵کال کې  د انتقاضې  دپیلیدا له وخت راهسې  په یوه کال مودې کې د صهیونیسټانو د  وژل کیدا تر ټولو لوړړه  شمیره  ده.

خبري سرچینو  همداراز پرون یکشنبې ورځې هم په لویدیځي غاړې کې  دصهیونیسټ ضده  دوو عملیاتو کې د پنځو نورو صهیونیسټانو دټپی کیدا خبر ورکړی چې صهیونیسټي خبری سرچینو هم دغه دواړه عملیات  او مرګ ژوبلې تائيد کړي دي.

د صهیونیسټآنو په ضد د مقاومتي عملیاتو په زیاتیدا پسې ،د صهیونیسټانو ؛یسرائيل-۱۲؛ نومې مجلې  هم راپور ورکړی ، په تیر مارچ میاشت کې د فلسطینیو ځوانانو  دمقاومتي عملیاتو دڅپې له پیلیدا راهسې  پنځه دیرش زره اسرائيلیانو د وسلو دګرځولو د مجوز اخستو غوښتې کړي دي .دا په داسې حال کې دي چې  له ۲۰۱۶ کاله رانیولې تر ۲۰۲۰کال پورې  په مودې کې په کال کې  لس زره کسانو ددغه مجوز غوښتې کړي دي.