په الخلیل کې فلسطیني ځوانان او صیهونیسټی عسکر سره ښکیل شول
له بلي خوا د صهیونیسټ رژيم داخلی امنیتی ادارو د روان میلادي کال له پیل راهسې تردې دمه په نیواکي ټاټوبو کې د لږترلږه پنځه ویشتو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی دی.
د اردن سین په لویدیځه غاړه او الخلیل کې د فلسطیني ځوانانو له صیهونیستی ضد عملیاتو وروسته په دغه سیمه کې د فلسطینی ځوانانو او صیهونیسټی عسکرو ترمینځ نښته روانه ده .
له بلي خوا د صهیونیسټ رژيم داخلی امنیتی ادارو د روان میلادي کال له پیل راهسې تردې دمه په نیواکي ټاټوبو کې د لږترلږه پنځه ویشتو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی دی.
د صهیونیست رژيم امنیتی ادارې شاباک پرون په یوه راپور کې وئيلی دي ،د ۲۰۲۲کال له پیل راهیسي تر دې دمه دفلسطینیانو په مختلفو عملیاتو کې د هلاک شوو صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو اوپوځیانو شمیر پنځه ویشتو تنو ته رسیدلی دی چې په ۲۰۱۵کال کې د انتقاضې دپیلیدا له وخت راهسې په یوه کال کې د صهیونیسټانو د وژل کیدا تر ټولو لوړه شمیره ده.
خبري سرچینو همداراز پرون هم په لویدیځي غاړې کې دصهیونیسټ ضده دوو عملیاتو کې د پنځو نورو صهیونیسټانو دټپی کیدا خبر ورکړی چې صهیونیسټي خبری سرچینو هم دغه دواړه عملیات او مرګ ژوبلې تائيد کړي دي.
د صهیونیسټآنو په ضد د مقاومتي عملیاتو په زیاتیدا پسې ،د صهیونیسټانو ؛یسرائيل-۱۲؛ نومې مجلې هم راپور ورکړی ، په تیر مارچ میاشت کې د فلسطینیو ځوانانو دمقاومتي عملیاتو دڅپې له پیلیدا راهسې پنځه دیرش زره اسرائيلیانو د وسلو دګرځولو د مجوز اخستو غوښتې کړي دي .دا په داسې حال کې دي چې له ۲۰۱۶ کاله رانیولې تر ۲۰۲۰کال پورې په کال کې لس زره کسانو ددغه مجوز غوښتې کړي دي.