متحده عربي اماراتو د امریکا په چارو کښې لاسوهنه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123518-متحده_عربي_اماراتو_د_امریکا_په_چارو_کښې_لاسوهنه_کړي_ده
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د استخباراتي راپور پراساس متحده عربي امارات د قانوني او د غیر قانوني ناوړه استفادې له لارې د امریکا په سیاسي چارو کښې لاسوهنې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 11:30 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو د امریکا په چارو کښې لاسوهنه کړي ده

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د استخباراتي راپور پراساس متحده عربي امارات د قانوني او د غیر قانوني ناوړه استفادې له لارې د امریکا په سیاسي چارو کښې لاسوهنې کړي دي.

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن د یوه استخباراتي راپور په قول په یوې مقالې کښې وویل متحده عربي اماراتو د امریکا د څو حکومتونو په وخت کښې هڅه کړي ده چې په خپله ګټه د اطلاعاتو له ایشوا کیدا سره د مقابلې د قوانینو په اجرا کښې د سستۍ او دغه راز له قدرتمنو لابي شرکتونو او کمپاینونو سره د مرستو د اړوندوالي په شمول د امریکا د حکومتونونو له کمزورو ټکو استفاده وکړي.

په دغه استخباراتي راپور کښې د نفوذ د عملیاتو لپاره د ابوظهبۍ اقدام چې د امریکا د ملي امنیت چارواکي له هغو خبر شوي دي او دغه راز د هغو عملیاتو په  هکله چې ډیر جاسوسۍ کولو ته ورته وو هم غور کړی دی.

د دغه راپور پراساس متحده عربي اماراتو له دوه زره شپاړسم میلادي کال څخه څه د پاسه یوسل څلورپنځوس میلیونه ډالره لابي کونکو کسانو او میلیونونو نور ډالر د مالی مرستو په توګه د امریکا پوهنتونو ته ورکړي دي.

د متحده عربي اماراتو د ناوړه استفادې کولو یو مورد د امریکا د شرکتونو د خبریالانو د  سیاستوالانو او د مخالفانو تر څارنې لاندې د ساتلو لپاره د امریکا د دریو پخوانیو پوځي او استخباراتي چارواکو په کار ګومارل وو.