د ایران اسلامی جمهوریت د سورئې اغیزشیندونکی ملاتړی دی
بشار اسد له ترکیې سره د اړیکو د بیرته پيلیدا په باب هم ووئيل، ترکیې ددمشق دغوښتو د پوره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ ی دی ،خو سوریه د ترکیې له خوا د عملي ګامونو په تمه ده.
د سورئې ولسمشر بشار اسد په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دا یران اسلامی جمهوریت دسورئې یو اغیزشیندونکی ملاتړی او پشتیبان دی او دلبنان حزب ... غورځنګ د دمشق لپاره یو سټراټژيک متحد شمیرل کیږي.
دلبنان الاخبار خپرونې راپور ورکړی، د سورئې ولسمشر بشار اسد د سورئې له څيړاندو او رسندوئي چاروالو سره په کتنې کې د سورئې د همتړونونو په باب ووئيل، اسلامی ایران په اغیزشیندونکي ډول له ایرانه ملاتړ کړی دی او هماغه راز له دغه هیواده د پوځي اواقتصادي پلوه ملاتړ کوي.
د سورئې ولسمشر همدرااز د لبنان له حزب ا.... ولسی غورځنګ سره د سورئې داړیکو په باب هم ووئيل ، مونږ د حزب ا... ملاتړ کوو او دا ملاتړ به هماغه راز دوام ولري. بشار اسد له ترکیې سره د اړیکو د بیرته پيلیدا په باب هم ووئيل، ترکیې ددمشق دغوښتو د پوره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ ی دی ،خو سوریه د ترکیې له خوا د عملي ګامونو په تمه ده.
د سورئې ولسمشر همداراز له امریکا سره د دمشق داړیکو په باب ووئیل، له امریکایانو سره هیڅ تماس نه لرو او مونږ د امریکایانو ترنیواک لاندې له خاورې څخه د دوي د ویستلو په اړه پر دوي د دباؤ لپاره د ولسی مقاومت پر سختولو تکیه کوو.د سورئې ولسمشر همدرااز له عربو هیوادونو سره داړیکو په باب هم ووئيل دسورئې حکومت په انتظار کې ؤ چې ددمشق په باب د مصر دریځ به دنورو درستو عربو سره فرق وکړي،خو کله چې دا موضوع په رسمي توګه مطرح شوه ،نو قاهره دد مشق له بیرته ستنیدا سره مخالفه وه.