د یمن ملت له هرډول نیواک سره مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124272-د_یمن_ملت_له_هرډول_نیواک_سره_مخالف_دی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور ټینګار وکړ؛ د یمن ملت له هر ډول نیواکګرۍ او استعمار سره مخالف دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2022 01:30 Asia/Kabul
  • د یمن ملت له هرډول نیواک سره مخالف دی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور ټینګار وکړ؛ د یمن ملت له هر ډول نیواکګرۍ او استعمار سره مخالف دی.

هغه په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې په تیر وخت کښې د انګلستان له استعمار څخه کړیدو وویل د یمن جنوبي ولایتونه نن سبا د انګلستان تر نیواک لاندې دي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور وویل د ښارونو د جزیرو او د سمندر په شمول د نیواکي سیمو د ازادولو لپاره هڅه او جنګ به دوام ولري.

په همدې لړ کښې د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي شیخ جابر الوهباني وویل د سره سمندر، د یمن د الحدیده او تهامه سیمو خلک او ټول یمن له هر ډول استعمار او نیواک سره مخالف دي او مونږ ژمنه کړي ده چې د یمن د خاورې لویشته لویشته ځمکه به له نیواکګرانو ازاده کړو.

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو، امریکا او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړونو سره  له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې وزله او د مظلومو خلکو پرضد جنګ پیل کړی چې تراوسه پکښې څه د پاسه شپاړس زره خلک وژل شوي، په لسګونو نور ژوبل شوي او میلیونونو نور  کډوال شوي هم دي.