صهیونیسټ رژیم د خپلې نابودۍ لپاره بیړه لري
Dec 07, 2022 00:45 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د صهیونیسټ رژیم نابودۍ حتمي ده وویل د اسرائیلو رژیم که چیرې د نابودۍ لپاره بیړۍ لري نو په ایران باندې دې حمله وکړي.
هغه له السمیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل بې له شکه صهیونیسټ رژیم به له مینځه ولاړ شي.
موسوي ډاګینه کړه صهیونیسټ رژیم د پوځي مانورو په ترسره کولو او د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د حملو په شان د بریدونو په ترسره کولو سره د توهم پراساس د قدرت د ښودلو هڅه کوي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قومندان ځاي ناستي علي فدوي هم له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ایران ضد دښمانانو ګواښونه هسې چټي خبرې دي او هیڅوک په ایران اسلامي جمهوریت باندې د حملې جرات نلري.
ټیګونه