حماس مقاومت له نیواکګرانو سره د مقابلې یوازنۍ لاره وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124620-حماس_مقاومت_له_نیواکګرانو_سره_د_مقابلې_یوازنۍ_لاره_وبلله
حماس غورځنګ په یوه بیانیه کی ټینګار وکړ په فلسطینی ټاټوبی کی روانې وینې چی وروستې شهید یې الریماوی او د زیارت ورځې شهیدان وو ، هیڅکله ضایع نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2022 09:34 Asia/Kabul
  • حماس مقاومت له نیواکګرانو سره د مقابلې یوازنۍ لاره وبلله

حماس غورځنګ په یوه بیانیه کی ټینګار وکړ په فلسطینی ټاټوبی کی روانې وینې چی وروستې شهید یې الریماوی او د زیارت ورځې شهیدان وو ، هیڅکله ضایع نشی .

 

ایرناخبري اژانس د فلسطینیو رسندویو له قوله راپور ورکړ حماس غورځنګ په یوه بیانیه کی ټینګار وکړ په فلسطینی ټاټوبی کی روانې وینې چی وروستې شهید یې الریماوی او د زیارت ورځې شهیدان وو ، هیڅکله ضایع نشی .

له بلې خوا  د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله هم  د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې ووئیل،  هماغه شان  دخپل حق لپاره مبارزه کوو ،فلسطینی مجاهدینو د لویدیځي غاړې د نیولو او د دغې سیمې د یهودي کولو   لپاره ئې  دصهیونیسټانو خوبونه نیمګړي کړي دي

شهاب خبری سایټ راپور ورکړ، د فلسطین د اردن سین د لویدیځي غاړې  په رام ا... لویدیځ کې یو بل فلسطینی هم د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شو  او دغه راز په تیر شواروز کې داپنځم فلسطینی دی چې د وحشي ډوله صهونیسټي عسکرو په ډزو کې شهید شوی دی.

 صهیونیسټي پوځيان مدعي دی چې دغه کس د هغوي په لور لاسي بم او کاڼي ویشتي دي او په همدې دلیل  ئې پر هغه مستقیمې ډزې کړي، په دغو ډزو کې دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي  چې  پرون سهار هم په جنین کیمپ د صهیونیسټي پوځيانو په حملې کې درې فلسطنیان شهیدان شوي دي ،دغه راز د چارشنبې په شپه  هم په رام ا... کې د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شوی ؤ.

.