یمن د دائمي اوربند کوشش کوي
Jan 01, 2023 02:57 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د یمن د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام په دې خبرې سره چې دغه هیواد د دائمي اوربند هڅه کوي چې انساني مسائیلو ته اهمیت ورکړي وویل د سعودي عربستان ائتلاف یوازې د یمن د پوځ له غبرګون څخه د ویریدا په خاطر خپلې حملې بندې کړي دي.
هغه پرون د اوربند ترلاسه کیدل او د هوايي ډګر بیرته پرانیستل په تیر کال کښې د یمن تر ټولو مهمې بریاوې وبللې.
هغه وویل پوځي پریډونو هم ثابته کړي ده چې یمن یمن د دفاعي قدرت او د ځاان په دفاع کولو کښې بره دریځ لري.
سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو ، امریکا ، انګلستان، صهیونیسټ رژیم او اردن سره یوځاې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د مظلومو خلکو پرضد بمباریو ، حملو او له سمندر ، ځمکې او هوا څخه کلابندیو ته دوم ورکړی دی.
ټیګونه