د ۲۰۲۲کال د فلسطینیانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125594-د_۲۰۲۲کال_د_فلسطینیانو_لپاره_تر_ټولو_خونړی_کال_وو
په ۲۰۲۲ کال کښې د صهیونیسټانو له خوا ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوی دی. له دغوکسانو ۱۷۱ یې په لویدیځه غاړه کې، ۵۳ یې د غزې په تړانګه کې او ۶ یې په نیول شویو سیمو کې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۲کال د فلسطینیانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو

په ۲۰۲۲ کال کښې د صهیونیسټانو له خوا ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوی دی. له دغوکسانو ۱۷۱ یې په لویدیځه غاړه کې، ۵۳ یې د غزې په تړانګه کې او ۶ یې په نیول شویو سیمو کې.

د ملګرو ملتونو اړوند بشري سازمان ۲۰۲۲ کال د فلسطینیانو لپاره په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.

د سپوتنیک خبری آژانس د خبر له مخې په نیواکی سیمو کښې د بشری چارو د هماهنګۍ دفتر  په خپل تازه راپور کښې لیکلی: په ۲۰۲۲ کال کښې د صهیونیسټانو له خوا ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوی دی. له دغوکسانو ۱۷۱ یې په لویدیځه غاړه کې، ۵۳ یې د غزې په تړانګه کې او ۶ یې په نیول شویو سیمو کې.

په دغه راپور کښې راغلی دی: په ۲۰۲۲ کال کښې د غاصب رژیم له پوځ سره په مقابله کښې او یا د فلسطین په خاوره د صهیونیسټی پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۹۳۳۵ فلسطینیان ژوبل شوی دی.

اوچا لیکلي چې تیر کال (۲۰۲۲) د صهیونیسټي پوځیانو له خوا ۶۵۰۰ فلسطینیان نیول شوي چې ۴۷۰۰ یې لا هم د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي.

دغه رپوټ زیاتوي: صهیونیسټي چارواکو په ۲۰۲۲ کال کښې په نیواکي لویدیځه غاړه او بیت المقدس کښې د فلسطینیانو څه باندې ۸۳۳ ودانۍ ویجاړې کړې.

د دغه رپوټ له مخې صهیونیسټانو په فلسطینیانو باندې ۷۹۳ حملې وکړې چې په ۵۸۲ کښې یې د فلسطینیانو مالونو ته زیات تاوانونه اوښتی او ۲۱۱ تنه زخمیان شوی دی.

دفلسطیني بندیانو دڅیړنې مرکز په یوه راپور کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم تیر کال په نیواکي سیمو کښې دفلسطینیانو نیول زیات کړی او په زرګونو کسان یې بندیان کړي دي .

په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال شاوخوا اوه زره فلسطینیان د اسرائیلي نیواکگرو ځواکونو له لوري بندیان شوي، چې ۱۶۴ یې ښځې، نجونې او ۸۶۵ ماشومان دي.

د یادولو وړ ده چې صهیونیسټ رژیم له خپل جوړیداراهیسې په نیواکي فلسطیني سیمو کښې ډیر جنایتونه کړي دي او په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستر سرغړونکی دی