د مقاومت د شهیدانو د وینې غچ په واخیستل شي
(last modified Tue, 03 Jan 2023 07:07:47 GMT )
Jan 03, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • د مقاومت د شهیدانو د وینې غچ په واخیستل شي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د عراق نجبا غورځنګ وویل د امریکا له تیریګرو پوځیانو د مقاومت د شهیدانو د وینې غچ باید واخیستل شي او له لویدیځې اسیا د امریکا پوځیان باید وویستل شي.

د عراق نجبا غورځنګ پرون په یوې بیانیې کښې د شهید قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت وویل د انتقام بیرغ په رپیدا دی چې په عراق او لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د عسکرو شتون پاې ته ورسوو. په هره اندازه چې نیواکګران په ارام کښې ووسي د هغوې ورانکارۍ ، سلطه غوښتنه او ښکاره لاسوهنې به زیاتې شي او په هره اندازه چې په نیواکګرانو  باندې بریدونه وشي نو شاتګ به وکړي.

د عراق نجبا غورځنګ جوته کړه له جنایتکارانو سره د چلند یوازنۍ لاره قصاص دی نو ځکه خو به د ملتونو ژوند او واکمنۍ هغوې ته ورنکړل شي بلکې د دفاع په رامینځته کولو او د تیریګرو په سزا کیدا سره به  ترلاسه شي.

د عراق د حزب الله غونډونو سیکرټر ابو حسین الحمیداوي هم ټینګار وکړ دښمانان به زر یا په ځنډ سره د بریالیتوب د قومندانانو د وینې بیه چې ډیره درنه او ډیر لګښته  به وي ورکړي او د هغه تر ټولو کم حالت له لویدیځې اسیا سیمې څخه د امریکایانو وتل دي.

 

ټیګونه