اسرائيل دې د فلسطینیانو په ضدلمسونکي اقدامات ودروي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126316-اسرائيل_دې_د_فلسطینیانو_په_ضدلمسونکي_اقدامات_ودروي
دچین خارجه وزیر د فلسطین د مسئلې له  عادلانه حل څخه  په ملاتړ کې د مصر د رول قدرونه وکړه او وې وئيل ،د فلسطین په موضوع کې  دعادلانه حل لارې دموندلو لپاره  له مصري لوري سره  دملګرتیا دوام ته لیواله یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • اسرائيل دې د فلسطینیانو په ضدلمسونکي اقدامات ودروي

دچین خارجه وزیر د فلسطین د مسئلې له  عادلانه حل څخه  په ملاتړ کې د مصر د رول قدرونه وکړه او وې وئيل ،د فلسطین په موضوع کې  دعادلانه حل لارې دموندلو لپاره  له مصري لوري سره  دملګرتیا دوام ته لیواله یوو.

د چین خارجه وزیر پر صهیونیسټ رژيم غږ وکړ، به سیمې کې د حالاتو د لاترینګلتیاؤ دمخنیوي  په خاطر دې د فلسطنیانو په ضد په تیره بیا په نیواکي قدس ښار کې    لمسونکي اقدامات ودروي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور روکړ،د چین خارجه وزیر چین ګانګ، دمصر به قاهرې کې د دغه هیواد له خارجه وزیر سامح شکري سره په ګډ خبری کنفرانس کې د چین د ولسمشر شی جین پينګ له قوله  ووئيل، هغه تاریخي ظلم چې  د فلسطین خلک  ورڅخه کړیږي، باید په نامحدود ډول دوام ونه کړي او باید د فلسطینیانو روا حقوق  له خطرې  سره مخ نشي او د فلسطین خپلواکه هیواد زرترزره جوړ شي.

 د چین خارجه وزیر  په نیواکي ټاټوبو کې په تیره بیا د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  د کابینې  واک ته له رسیدا وروسته د ورسوتیو  تاؤتریخوالو زیاتیدا ته د بیجینګ د نظر په باب ووئيل، په ورستیو وختونو کې تاؤټریخجن حالات  لاترینګلي  شوي او په دې اړه ډير اندیښمن یوو. د چین خارجه وزیر  همداراز د فلسطین د مسئلې له  عادلانه حل څخه  په ملاتړ کې د مصر د رول قدرونه وکړه او وې وئيل ،د فلسطین په موضوع کې  دعادلانه حل لارې دموندلو لپاره  له مصري لوري سره  دملګرتیا دوام ته لیواله یوو.