اسرائیل د فلسطیني ناروغانو د درملنې مخنیوی کوي
د فلسطین د کورواکې ادارې د صحت عامې وزیرې اعلان وکړ چي بندیزونه، د مرستو نه شتون او د صهیونیست رژیم د ځواکونو وحشي چلند د روغتیایي خدماتو خنډ ګرځېدلي او ناروغان له سختو حالاتو سره لاس په ګرېوان دي.
د صهیونیست رژیم فوځیانو په وروستیو کلونو کې په امنیتې پلمو سره، د غزې تړانګه تر محاصرې لاندې نیولې او دې سیمې ته د بشري مرستو او د درملو د لېږدولو مخنیوی کوي او پراخ بندیزونه پرې لګولې دي چي د امله یې د غزې د تړانګې اوسېدونکي له سختې لوږې او د درملو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
د فلسطین د کورواکې ادارې وزیرې می سالم حنا الکلیه د روغتیا د نړیوالې ادارې له استازی ریچارد پپرکورن سره په لیدنه کې وویل: د بندیزونو او محاصرې له امله رامینځ ته شوي اقتصادي ستونزې د روغتیایي خدماتو د کمزوري کېدو سبب شوی.
هغې زیاته کړه: اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو د امبولانسونو او ډاکټرانو د تګ او راتګ او روغتون د ناروغانو د لېږدولو مخنیوی کوي، چي دا د بشري قوانینو څخه خلافورزي ده.