د نیواکي فلسطین خلکو د نتانیاهو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127382-د_نیواکي_فلسطین_خلکو_د_نتانیاهو_پرضد_مظاهرې_وکړې
فارس خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین په بیلابیلو ښارونو کښې زرګونو اسرائیلي ښارګي میشته خلکو د پرله پسې څلورمې اونۍ لپاره د دغه رژیم د اوسنۍ کابینې پرضد مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-02-04T23:09:47+00:00 )
Feb 05, 2023 01:26 Asia/Kabul
  • د نیواکي فلسطین خلکو د نتانیاهو پرضد مظاهرې وکړې

فارس خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین په بیلابیلو ښارونو کښې زرګونو اسرائیلي ښارګي میشته خلکو د پرله پسې څلورمې اونۍ لپاره د دغه رژیم د اوسنۍ کابینې پرضد مظاهرې وکړې.

روانه اونۍ هم صهیونیسټان د نورو شنبو ورځو په شان د نیواکي فلسطین د ښارونو واټونو په تیره بیا د تل اویو او د حیفا واټونو ته راووتل او د اوسني حکومت پرضد یې مظاهرې وکړې.

د نیواکي فلسطین د ټاټوبو شنبې ورځې د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لپاره په تورو ورځې باندې بدلې شوي دي.

سلګونو زره ښارګي میشته صهیونیسټان د اسرائیلو د ښي پالي سرزوري کابینې او د هغې  په غیر قانوني اقداماتو او په سرزوریو باندې د اعتراض کولو لپاره واټونو ته راوځي او هغوې د لیکوډ ګوند او د هغه د متحدانو تر نسکورولو پورې د اعتراضونو د دوام اراده لري.

د اسرائیلو د اوسني دیکتاتور او سرزوري لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد مظاهرې او د صهیونیسټ رژيم د سیاسي ګوندونو ترمینځ اختلافات وورسته له دې زیات شول چې د نتانیاهو په مشرۍ د تل اویو نوي کابینې د دغه رژیم د قضايي نظام د اصلاح کولو لپاره یو پلان وړاندې کړ.