ترکیې او سوریې کښې سختې زلزلې په سلګونو کسان وژلي
Feb 06, 2023 07:38 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې او د سوریې په شمول د سیمې په ځینو هیوادونو کښې یوه سخته زلزله چې اوه اعشاریه اته ریشټره وه راغلي ده او ویل کیږي چې تراوسه په ترکیې کښې شپږاویا او په سوریې کښې هم یوسل یولس کسان وژل شوي دي. ویل کیږي چې په سلګونو کسانو تراوسه تر خاورو او ښځلو لاندې دي.
د امریکا د زلزلې د معلومولو مرکز وویل دغه زلزله په قبرص ، په یونان په اردن ، په لبنان او اسرائیلو کښې هم احساس شوي ده.
ویره شته چې د زلزلې د مړو او د ژوبلو کسانو شمیره نور هم زیاته شي ځکه چې تراوسه ډیرې ودانۍ غورځیدلي دي او خلک تر خاورو ښځلو لاندې دي.
ویل کیږي چې دغه زلزله د سهار په پاو باندې څلور بجې راغلي ده چې خلک ویده وو.
ټیګونه