د یمن ۳۰۰ زره ماشومان په سرطان ناروغۍ ککړ شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127480-د_یمن_۳۰۰_زره_ماشومان_په_سرطان_ناروغۍ_ککړ_شوي
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د بشري حقوقو یوې موسسې «انتصاف» وویل د یمن څه د پاسه درې زره ماشومان په دغه هیواد باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو په نتیجه کښې په سرطان ناروغۍ ککړ شوي دي.
(last modified 2023-02-06T03:54:37+00:00 )
Feb 06, 2023 08:20 Asia/Kabul
  • د یمن ۳۰۰ زره ماشومان په سرطان ناروغۍ ککړ شوي

المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د بشري حقوقو یوې موسسې «انتصاف» وویل د یمن څه د پاسه درې زره ماشومان په دغه هیواد باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو په نتیجه کښې په سرطان ناروغۍ ککړ شوي دي.

سعودي عربستان د دوه زره پینځلسم میلادي کال د وري د میاشتې له شپږمې نیټې څخه د امریکا په مرستې او اجازې سره او د متحده عربي اماراتو په شمول د څیو عربو هیوادونو د ائتلاف په چوکاټ کښې د ترټولو بې وزله عرب  هیواد یمن پرضد پراخې حملې او تیري پیل کړي دي چې خپلو سلطه غواړو هدفونو او غوښتنو ته عملي جامي وروغوندي.

د بشري حقوقو موسسې«انتصاف» د کینسر ناروغانو له نړیوالې والې سره په یووخت وویل د یمن څه د پاسه درې زره ماشومان په دغه هیواد باندې د امریکا او د سعودي عربستان له حملو ، تیریو او کلابندیو وروسته په سرطان ناروغیو ککړ شوي دي او له مرګ سره مخ دي.

د یمن دغه درې زره ماشومان اته کاله کیږي چې ډیر کړاونه لري او هیڅ هیواد د دوې کړاونو ته  پام نه کوي.

دغه بشري حقوقو موسسې ټينګار وکړ د وینې په کینسر د ککړو ماشومانو شمیر په زیاتیدا دی او د امریکا او د سعودي عربستان لخوا د یمن د کلابندۍ او د تیرو او د نادودو وسلو د کارولو په نتیجه کښې د کینسر د ناروغانو شمیر په زیاتیدا دی.

په یمن د عربستان او د امریکا د تیریو په نتیجه کښې د کینسر د ناروغانو لپاره پنځوس فیصده درمل نه ملاویږي او په نتیجه کښې ډير کسان مړ کیږي.

د بشري حقوقو موسسې «انتصاف» دې ته په اشارې سره چې د یمن پرضد د ټولو جنایتونو مسوول د امریکا او د عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف دی وویل د یمن جنګ سبب شوی چې د سرطان ناروغان د درملنې لپاره خارجي هیوادونو ته نشي تللی او په همدې دلیل مونږ د انساني ضرورتونو لپاره د صنعا د هوايي ډګر د خلاصیدا غوښتنه کوو.