ترکیې او سوریې کښې زلزلې دیارلس سوه کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127484-ترکیې_او_سوریې_کښې_زلزلې_دیارلس_سوه_کسان_وژلي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ترکیې کښې اوه اعشاریه اوه ریشټره سختې زلزلې تراوسه د دغه هیواد دوه سوه څلور اتیا کسان وژلي او دوه زره درې سوه شل نور ژوبل کړي دي.
(last modified 2023-02-06T08:25:47+00:00 )
Feb 06, 2023 08:47 Asia/Kabul
  • ترکیې او سوریې کښې زلزلې دیارلس سوه کسان  وژلي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ترکیې کښې اوه اعشاریه اوه ریشټره سختې زلزلې تراوسه د دغه هیواد دوه سوه څلور اتیا کسان وژلي او دوه زره درې سوه شل نور ژوبل کړي دي.

نن سهار وختي څلور بجې اولس دقیقې له سوریې سره په سرحد کښې د ترکیې په څو جنوبي ولایتونو کښې سخته زلزله راغله چې تراوسه  پکښې دوه سوه څلوراتیا کسان وژل شوي او دوه زره درې سوه شل نور ژوبل شوي هم دي.

د زلزلې د وژل شویو او د ژوبلو کسانو شمیر هره شیبه په زیاتیدا دی ځکه چې تراوسه په ترکیې او سوریې کښې ډيرې ودانۍ غورځیدلي دي او ډیر کسان تر خاورو او ښځلو لاندې دي.

ویل کیږي چې دغه سختې زلزلې یوه دقیقې دوام درلود.

دغه راز د سوریې د روغتیا وزارت هم نن سهار وختي په دغه هیواد کښې د زلزله له کبله د مړو کسانو شمیر دوه سوه اوه دیرش او د ژوبلو  شمیر هم شپږ سوه نهه دیرش تنه اعلان کړ.

اکثره وژل شوي کسان د سوریې د لاذقیه د حلب د حما او د طرطوس ولایتونو وسیدونکي دي.

له دغه زلزلې وروسته د سوریې ولسمشر بشار اسد د کابینې د غړیو په ګډون سره د زلزلې له کبله هیواد او خلکو ته د رسیدلیو تاوانو او د ضروري تدبیرونو د غوره کولو لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کړه.

ځینې نا تائید شوي راپورونه وايي چې د ترکیې او د سوریې په ننۍ زلزلې کښې د دواړو هیوادونو دیارلس سوه کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ننۍ زلزلې د ترکیې دوه زره اتلس ودانۍ له  خاورو سره خاورې کړي دي.

Image Caption
Image Caption
Image Caption