سوریې له صهیونیست رژیم څخه د مرستو غوښتنه دروغ وباله
یو شمېر صهیونیستي رسنیو ادعا کړې وه چي له زلزلې وروسته، د سوریې حکومت اسرائېل رژیم څخه د مرستو غوښتنه کړي ده چي دغه ادعا د سوریې د حکومت له لورې تکذیب شو.
د سوریې په شمالې سیمو له زلزلې وروسته چي د امله یې دوو زرو نه زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، صهیونیستي رسنیو د اسرائیل د رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په حوالې سره، ادعا کړي چي دمشق له اسرائیل څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
سوري چارواکو د الوطن له ورځپاڼې سره په مرکه کې، له صهیونیست رژیم څخه د سوریې د مرستو غوښتنه دروغ وباله او ټینګار یې وکړ چي د سوریې حکومت له اسرائیلي رژیم څخه هیڅ ډول مرسته نه ده غوښتې.
هغوي یادونه کړې چی دا د اسرائیل د رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو لپاره د صهیونیست رسنیو یو ډول تبلیغاتي کمپاین دی.
د تیرې ورځې د زلزلې د امله په سوریه کې په زرګونو ودانیو ته زیان اوښتي او لاهم مرستندویه ټیمونه، د قربانیانو د لټولو په عملیات لګیا دي.