د اسلامي ایران او د عربستان خبرې بیا ترسره کیږي
د عراق لومړي وزیر په نږدې راتلونکي کښې په بغداد کښې د ایران او د سعودي عربستان د خبرو اترو د نوي پړاو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
سعودي عربستان د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جنورۍ په دریمه نیټه په تهران او مشهد کښې د دغه هیواد په سفارت او کنسولګرۍ باندې د ځینو کسانو د حملې په پلمه له ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې اړیکې غوڅې کړي وې.
تراوسه د عراق په پلازمینې بغداد کښې د ایران او د عربستان ترمینځ د خبرو اترو پینځه پړاونه ترسره شوي دي.
د عراق لومړي زویر محمد شیاع السوډاني نن له «الشرق الاوسط» ورځپاڼې سره په مرکه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان ترمینځ د سلامشورو د نوي پړاو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل د دغو خبرو نوی پړاو به زر ترسره شي او عراق د حکومت د کار له پیلیدا راهسې او د تهران او د ریاض د غوښتنې پراساس د دغو دوو هیوادونو د اړیکو د دوام هڅه کوي.
السوډاني وویل عراق دغه اړیکې ضروري ګڼي ځکه چې هر څومره چې په سیمه کښې متفاوتې لیدتوګي یوبل ته نږدې شي نو ډیر ثبات رامینځته کیږي.
د عراق لومړي وزیر السوډاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې بغداد هماغه راز په دغو خبرو کښې رول لوبولو ته دوام ورکوي هیله وکړه چې د تهران او د ریاض ترمینځ د امنیتي غونډو سویه ډیپلوماټیکو سویو ته لوړه شي او د عراق هدف د ډیپلوماټیکو اړیکو سویې ته د مسوولو چارواکو د کتنې د سویې لوړول دي.
هغه وویل زه به په شخصي ډول په دغو غونډو کښې ګډون وکړم او موضوع به تعقیب کړم.