په نابلس له حملې وروسته د نتانیاهود افراطي کابینې لالهندۍ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128546-په_نابلس_له_حملې_وروسته_د_نتانیاهود_افراطي_کابینې_لالهندۍ
په حقیقت کې نوی کابینې په دغه بل سره د امنیت شورا وروستۍ غونډې او د ښارګیو جوړولو په غندلوکې یوې بیانیې ته منفی غبرګون ښودلې دې
(last modified 2023-02-25T07:01:06+00:00 )
Feb 25, 2023 11:27 Asia/Kabul
  • په نابلس له حملې وروسته د نتانیاهود افراطي کابینې لالهندۍ

په حقیقت کې نوی کابینې په دغه بل سره د امنیت شورا وروستۍ غونډې او د ښارګیو جوړولو په غندلوکې یوې بیانیې ته منفی غبرګون ښودلې دې

موجودې نښې نښانې ښی چی په نابلس د صیهونیسټ رژیم د پوځ له پراخې حملې وروسته د نتانیاهو نوی کابینه د پراختیا غواړو او ځپونکیو هدفونو د اجرا لپاره لاسپین سترګی شوی ده .

په دې زمینه کی یوه نښه دا ده چی د نتانیاهو نوی کابینې له دې سره سره چی مخکې یې اعلان کړی وو چی د نویو ښارګیو جوړول به وځنډوی او یوازې د پخوانیو غیرقانونی کمپلیکسونو په قانونی کولو به بسنه وکړی خو د ښارګیو جوړونکی شورا په خپله نوی غونډه کې د نویو څلورو زرو کورونو جوړول تصویب کړی دی چی د تیرو تصویب شویو درې زره ښارګیو سره ټول ټال شمیر یې اوه زره کورونو ته رسیدلی دی .

په حقیقت کې نوی کابینې په دغه بل سره د امنیت شورا  وروستۍ غونډې او د ښارګیو جوړولو په غندلوکې یوې بیانیې ته منفی غبرګون ښودلې دې . همداراز په ښارګیو جوړولوڅارنه د مالیې وزیر ته سپارل شوی ده چی پخپله د ښارګیو جوړولو ملاتړی دی تر څو  د ضروری پیسو په برابرولو سره د نویو ښارګیو جوړول اسانه کړی او کار هم چټک کړي .

په دې زمینه کې یو بل مثال او ګام د داخلی امنیت د وزیر ایتامار لخوا  د ښارګوټو د ځواک په شتون سره د ملی ګارډ ، امنیتی عسکرو او پولیسو د تنخواګانو د زیاتولو لپاره د ضروری بودجې تامینول دي چی په لویدیځه غاړه او حتی د ۱۹۴۸ کال د نیواکی ټاټوبیو د الحاق د پراختیا غواړو پروګرامونو د اجرا لپاره زیاتې انګیزې لري .

 د عرین الاسود ځواک د قوماندان د نیولو لپاره په نابلس له وسله وال بریدسملاسی وروسته د دغو اقداماتو غوره کول چې پکې ۱۱ فلسطینان شهیدان او څه د پاسه سل کسان ژوبل شوي دي ، ښی چی صیهونیسټ رژیم تراوسه د فلسطینانو ، سیمه ایزو او نړیوالو ټولنوله لوری ضروری دفاعی ځواب ندې ترلاسه کړی او ځکه دا تصور کوی اوس په کم لګښت سره له وړاندی اعلان شوی پروګرامونه اجرایی کړي چی دا په داخل کی د فلسطینانو او په بهر کی د فلسطینانو د حقوقو د ملاتړو مسولیت دوه چنده کوي .

له دې نظره که د مقاومت ډلې په داخل کی زیات دفاعي اقدامات ترسره کوي او یا په بهر کې د عربی اتحادیې ، اسلامی ملګرتیا سازمان او افریقایی اتحادیې په شان  اورګانونو له خپلو غړیو غوښتی وای  له صیهونیسټ رژیم سره په ټولو سویو خپلې اړیکي وځنډوي نو لږ تر لږه دغه رژیم او د نتایناهو افراطي کابینې به په دومره چټګتیا سره خپل افراطي او پراختیا غواړي پروګرامونه نه اجرا کول .