ملګروملتونو د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129594-ملګروملتونو_د_ایران_او_د_عربستان_د_موافقې_هرکلی_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ د چین په مینځګړیتوب سره د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان د موافقې هرکلی وکړ.
(last modified 2023-03-15T21:09:42+00:00 )
Mar 16, 2023 01:37 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ د چین په مینځګړیتوب سره د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان د موافقې هرکلی وکړ.

په پیکینګ ښار کښې د ایران او د سعودي عربستان د خبرو په وخت دواړو هیوادونو په تیرې جمعې ورځې موافقه وکړه چې له اوو کلونو وروسته خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې له سره پیل کړي.

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرونډ برګ وویل له لورو غواړو په سیمه او له نړۍ کښې له رامینځته شوي فرصت او موافقې د له سوله ئیز راتلونکي په لور د حرکت لپاره استفاده وکړي.

هغه د ایران او د عربستان د موافقې د هرکلي په ترڅ کښې وویل مونږ د یوه سیمه ئیز ډيپلوماټیک حرکت کتونکي یوو او د یمن د جنګ د ختمولو لپاره په بیلابیلو سویو کوټلي ډيپلوماټیکې هڅې د ترسره کیدا په حال کښې دي.