سعودي عربستان په ایران کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129624-سعودي_عربستان_په_ایران_کې_پانګونې_ته_لیوالتیا_ښودلې
د سعودي عربستان د مالیې وزارت چارواکو په یوه تلویزیوني پروګرام کې ویلي چې سعودي عربستان غواړي چې له ایران سره د ښو اړیکو درلودلو په دوام په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
(last modified 2023-03-16T08:21:39+00:00 )
Mar 16, 2023 12:24 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په ایران کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د سعودي عربستان د مالیې وزارت چارواکو په یوه تلویزیوني پروګرام کې ویلي چې سعودي عربستان غواړي چې له ایران سره د ښو اړیکو درلودلو په دوام په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

سعودي عربستان په ایران کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د سعودي عربستان د مالیې وزارت چارواکو په یوه تلویزیوني پروګرام کې ویلي چې سعودي عربستان غواړي چې له ایران سره د ښو اړیکو درلودلو په دوام په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

د یاد هېواد د مالیې وزیر محمد الجدعان د CNBC په پروګرام د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په دواړه هېوادونو کې د ثبات په موخه موږ ژمن یو چې یو بل ته د اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه او اسانتیاوې هم برابري کړو.

سعودي عربستان او ایران د تېرې جمعې په ورځ د چین په منځګړیتوب موافقه وکړه چې د دوو میاشتو په موده کې به د اړیکو د پراختیا لپاره دواړه هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي.