د عراق حزب الله غونډونو امریکا ته سخت خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130098-د_عراق_حزب_الله_غونډونو_امریکا_ته_سخت_خبرداری_ورکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د عراق د حزب الله غونډونو امریکا ته خبرداری ورکړ د مقاومت ډلو په مرکزونو باندې د هر ډول برید په بڼه کښې به نیغه په نیغه د واشنګټن په مرکزونو بریدونه وکړو.
(last modified 2023-03-26T04:06:52+00:00 )
Mar 26, 2023 08:17 Asia/Kabul
  • د عراق حزب الله غونډونو امریکا ته سخت خبرداری ورکړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د عراق د حزب الله غونډونو امریکا ته خبرداری ورکړ د مقاومت ډلو په مرکزونو باندې د هر ډول برید په بڼه کښې به نیغه په نیغه د واشنګټن په مرکزونو بریدونه وکړو.

د عراق د حزب الله غونډونو ویاند ابو علي العسکري د امریکا د نیواکګرانو پرضد د سوریې د ولسي مقاومت ډلو د عملیاتو په مبارکۍ ویلو سره وویل د عراق حزب الله غونډونو په سوریې کښې د امریکا په اډو باندې حملو کښې رول نه دی لرلی او د امریکا په مرکزونو یې بریدونه نه دي کړي.

ابو علي العسکري زیاته کړه که چیرې امریکا د عراق د حزب الله غونډونو په مرکزونو او مجاهدانو باندې د حملو لپاره هر ډول لیونتوب وکړي دغه غونډونه به نیغ په نیغه په سیمه کښې د امریکا په مرکزونو باندې حملې وکړي.

په تیرې جمعې شپې د سوریې په دیرالزور ولایت کښې د «کونیکو »او د «العمر» د تیلو او د ګازو په میدانونو کښې د امریکا د نیواکګرانو په دوو غیر قانوني اډو باندې راکټي حملې وشوې.

خبري سرچینو وویل چې د سوریې په العمر تیلي میدان کښې د امریکا د نیواکګرو عسکرو په اډې باندې څه د پاسه شل راکټونه ویشتل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې په سوریې کښې د واشنګټن په پوځي اډو باندې په حملو کښې شپږ ژوبل شوي پوځيان یې د درملنې لپاره خارج ته استولي دي.