یهودي ښارګی میشتو د حضرت ابراهیم په حرم باندې یرغل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131830-یهودي_ښارګی_میشتو_د_حضرت_ابراهیم_په_حرم_باندې_یرغل_کړي
یهودي ښارګی میشتو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم باندې په یرغل سره، د حرم په دیوالو باندې د صهیونیستانو بیرغونه زړولي دي.
(last modified 2023-04-25T05:33:17+00:00 )
Apr 25, 2023 09:59 Asia/Kabul
  • یهودي ښارګی میشتو د حضرت ابراهیم په حرم باندې یرغل کړي

یهودي ښارګی میشتو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم باندې په یرغل سره، د حرم په دیوالو باندې د صهیونیستانو بیرغونه زړولي دي.

د فلسطین د کورواکي ادارې د اوقافو وزیر د صهیونیستانو د دغه اقدام غندنه کړې او یادونه یې کړې ده چي د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې اسرائیل رژیم د مسلمانانو په دغه زیارت کې د خپلو بیرغونو د رپولو اجازه نه لري.

حاتم الکبري وویل: د اسرائیل نیواکګر رژیم هڅه کوي چي زور په کارولو سره، په ابراهیمی حرم باندې قبضه ټنګه کړي او د تاریخ په بدلولو سره، یهودیانو ته یې ځانګړې وبولي.

البکري وویل: د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر هڅه کوي چي دا موضوع په نړیواله سویه کې مطرح کړي ځکه چي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه حرم د ملګرو ملتونو د یونسکو له لورې مسلمانانو لپاره ثبت شوی هم دی.

ابراهیمی جومات له مسجدالحرام، مسجدالنبی او مسجدالاقصی نه وروسته، د اسلامي نړۍ تر ټولو پخوانی جومات دی چي ۱۲ زره لمونځ کوونکې ځایوي او جومات کې د حضرت ابراهیم علیه السلام مزار هم واقع شوی دی.