صهیونیسټي پوځیانو ۱۱ فلسطینیان ونیول
(last modified Tue, 09 May 2023 01:15:43 GMT )
May 09, 2023 05:45 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

فلسطیني سرچینې د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټي پوځیانو په یرغل کښې د یوشمیر فلسطینیانو د نیول کیدو خبر ورکړ

د فلسطیني اسیرانو کمیتې وویل چې صهیونیسټي پوځیانو د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د دوي او ښارګي میشتو خلاف د وسله والو عملیاتو په تور ۱۱ فلسطینیان ونیول.

په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې صهیونیسټي پوځیانو په جنین، قلقیلیې، نابلس، رام ا... او د لویدیځې غاړې په ځینو نوور سیمو باندې برید وکړ او د دغو سیمو ګڼ اوسیدونکي یې ونیول او څو ساعته یې ورڅخه تفتیش وکړ.

صهیونیسټي پوځیانو په نابلس ښار باندې حمله کښې زغروال ګاډي استعمال کړل چې د فلسطیني ځوانانو له وسله وال مقاومت سره مخامخ شول.

د قدس د نیواکګر رژیم ځواکونو پرون سهار هم د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې په برید سره ۲۰ فلسسطینیان نیولي وو.