مقاومتي چورلیز یو موټی او لا متحد دی
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر او د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي په ټيلیفوني تماس کې له وحشي صهیونیسټانو سره د جنګ په ډګر کې دمقاومت پر یوه واحد او یو م وټي دریځ ټینګار وکړ.
د صهونیسټ رژيم پوځ دمئ له نهمې ورځې راهسې له سهار وختي دغزې تړانګې په ضد د ډال او غشي په نامې سره نوي پوځي جنایتونه پیل کړل چې په دغو حملو او جنایتونو کې ۳۵فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه یو سل پنځوس نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز راپور ورکړی،د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه،د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشي زیاد النخاله سره په ټيلیفوني تماس کې له جنایتکار صهیونسیټي رژيم سره په وروستیو نښتو کې د قدس کنډکونو د یو شمیر لوړپوړو قوماندانانو د شهادت په مناسبت تسلیّت او مبارکي ووئيله. هنیه ټينګار وکړ، مقاومت تل د شهیدانو وینې ته وفاداره دی. د حماس غورځڼګ د سیاسی دفتر مشر له وحشي صهیونیسټي رژيم سره په وروستۍ ډغرې کې د مقاومت د ګډو عملیاتو د کوټې ډله ایز تاکتیک په ستایلو سره ،په دغه اتلوال جنګ کې د قدس د کنډکونو د مجاهدینو دځلانده کړچار ستاینه او قدرونه وکړه.زیاد النخاله هم په دغو خبرو کې د فلسطینیو مجاهدینو په لاس د بریالیتوب او مقاومت او شراکت روحیه د ویاړ او مباهاتو تومنه وبلله او وې وئيل، دقدس کنډکونه تل د خپل فلسطیني ملت او امت په نسبت ښه ګمان لري.