مونږ د سوریې په وړاندې د عربي اتحادیې پریکړه منو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133018-مونږ_د_سوریې_په_وړاندې_د_عربي_اتحادیې_پریکړه_منو
د قطر د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر وویل: عربي اتحادیې ته د سوریې د راستنېدو په هکله د عربو هیوادونو له پریکړې پیروي کوي او نه غواړي چي د عربي اتحادیې نه ووځي.
(last modified 2023-05-17T08:48:21+00:00 )
May 17, 2023 13:17 Asia/Kabul
  • مونږ د سوریې په وړاندې د عربي اتحادیې پریکړه منو

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر وویل: عربي اتحادیې ته د سوریې د راستنېدو په هکله د عربو هیوادونو له پریکړې پیروي کوي او نه غواړي چي د عربي اتحادیې نه ووځي.

د روسیا الیوم، د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني رسنیو ته وویل: هر یو هیواد له سوریې سره د دوه اړخیزو د ټینګولو لپاره په خپلواکه توګه پرېکړه کولایشي.

آل ثاني زیاته کړه: د سوریې په مساله کې د هر څه د سمېدو لپاره یوازنۍ لاره یوې عادلانه حل لارې ته رسېدنه ده.

د قطر لومړي وزیر یادونه وکړه چي سوریې ته د ثبات د بیا راتلو لپاره باید د دې هیواد د خلګو مثبت نظر ته وکتل شي.

څه موده وړاندې د عربو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مصر په پلازمینې کې په یوه فوق العاده غونډه کې عربي اتحادیې ته د سوریې د بیا راستنېدو پرېکړه وکړه.

دغه غونډه کې په سوریې باندې د عربو هیوادونو له لورې لګېدلي بندیزونه لغوه شول.