د صهونیستانو په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان شهیدان شوي
د فلسطین هېواد لودیځې غاړې د شمال په نابلس پالاته سیمه کې د صهونیستي پوځیانو په تازه بریدونو کې درې فلسطیني ځوانان شهیدان شوي دي.
د صهونیستانو په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان شهیدان شوي
د فلسطین هېواد لودیځې غاړې د شمال په نابلس پالاته سیمه کې د صهونیستي پوځیانو په تازه بریدونو کې درې فلسطیني ځوانان شهیدان شوي دي.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د فلسطین سرې میاشتې د دوشنبې په سهار اعلان وکړ چې د صهیونیسټی پوځیانو له حملې وروسته د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او فلسطینی ځوانانو ترمېنځ نښته وشوه چې په نتیجه کې یې درې فلسطینی ځوانان شهیدان او یو شمېر نور ژوبل شول.
د فلسطین د سرې میاشتې د اعلان له مخې، ۳۲ کلن «محمد بلال زیتون» د بلاتې په کمپ کې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې شهید شوی خو تر اوسه د دوو نورو شهیدانو هویت ندی په ډاګه شوی.
سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې صهیونیسټي پوځیانو د بلاتې کمپ ته د طبي او مرستندویه ځواکونو د ننوتلو مخه هم نیولې ده.