سورئې ترهه ګروته ماته ورکړه او له امریکاسره ئې مقابله وکړه
له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او له امریکا سره په مقابلې کې د سورئې اغیزشیندونکی رول د نړۍ ددرستو ولسونو او هغو ځواکونو په خدمت کې دی چې له خپل حاکمیّته دفاع کوي او غواړي ، له ظلم او کړاوه ځان وژغوري.
د چک جمهوریت پوهنتون یو استاد او څيړاند د ترهه ګرو په مقابل کې د سورئې دولس بریالیتوب او دمقاومت په باب په یولړ څرګندونو کې ووئیل، ددغه هیواد په ضد ترهه ګرو دسیسو او اقداماتو ماته خوړلې ده او سوریه په دې توګه له امریکا سریه سخته مقابله وکړه .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د چک جمهوریت دپوهنتون استاد او څیړاند ولاستا هاولکا ددې خبرې په کولو سره ټینګار وکړ، چې سورئې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د امریکا له باؤؤ سره په ډغرې کې اغیز شیندونکی رول لوبولی او دغه اغیز شییندونکی رول پر آزادي غواړو انسانانو او مقاومتي ځواک باندې ډیرې مثبتې اغیزې شیندلي دي.
ولاستاهاولکا همداراز ووئیل، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او له امریکا سره په مقابلې کې د سورئې اغیزشیندونکی رول د نړۍ ددرستو ولسونو او هغو ځواکونو په خدمت کې دی چې له خپل حاکمیّته دفاع کوي او غواړي ، له ظلم او کړاوه ځان وژغوري.
د چک پوهنتون دغه څيړاند او استاد همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، دسورئې پر ولس دلویدیځوالو ددباؤنو او یو اړخیزو قهر جنو اقداماتو د سملاسي ختمولو لپاره دې سره متحد شي او دهغو ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو لپاره چې په غیر قانوني بڼه په سورئې کې شتون لري، هڅه وکړي.
ولاستا هاولکا دسورئې د خلکو داړیکو د پیاوړتیا او مضبوتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره ډاډ څرګند کړ چې دغه هیواد دخپل ملت په مقاومت او کلکې دریدا سره له ټولو چیلنجونو او ترینګلتیاؤ تیر شوی او پر دسیسه ګرو بریالی شوی دی.
هغه همداراز په عربی اتحادئې کې دسورئې د رول اهمیّت ته په اشارې سره ووئیل ، دمشق په سیمې کې ثبات ته په رسیدا کې غوره رول لري.