د صهیونیسټ رژیم داخلي کړکیچ دوام لري
Jun 04, 2023 01:36 Asia/Kabul
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټانو ترمینځ تاوتریخوالی او اخ وډب او په نیواکي ټاټوبو کښې ناکرارۍ هماغه راز دوام لري او په صهیونیسټ رژیم باندې د واکمن حکومت مخالفانو د پرله پسې یویشتمې اونۍ لپاره د حکومت پرضد مظاهرې وکړې.
د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کور ته نږدې د صهیونسیټ ښارګي میشته خلکو له مظاهرو وروسته پولیسو په اعتراض کونکو بریدونه وکړل چې له کبله یې یوشمیر اعتراض کونکي ژوبل هم شول.
په تیرې جمعې ورځې هم په سلګونو ښارګي میشته صهیونیسټان په قضايي ادارې کښې د اصلاحاتو د رامینځته کولو لپاره د اسرائیلو د کابینې له پلان سره د مخالفت لپاره په قساریا سیمه کښې د لومړي وزیر د کور مخ ته راغونډ شوي وو .
صهیونیسټ رژیم نن سبا له ډیرو داخلي مشکلاتو او اختلافاتو سره مخامخ دی.
ټیګونه