دمشق له ریاض سره هرډول ملګرتیا ته تیار دی
د سورئې خارجه وزیر ووئيل، دمشق په ریاض کې د خپل سفارت د پرانیستو لپاره له سعودی عربستان سره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.
سپوټنیک خبری سایټ راپور ورکړیو د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد پرون د عربستان په ریاض کې د سورئې د سفارت د ودانۍ دلیدو په وخت روښانه کړه،سوریه په ریاض کې د سورئې د سفارت د پرانیستې په زمینې کې له سعودي وروڼو سره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.
المقداد زیاته کړې ده،ریاض او دمشق په دوو هیوادونو کې د سفیرانو دټاکلو لپاره په مشورو بوخت دي څو دعربی او بهرنیو سیاستونو په زمینې کې دوه اړخیزې اړیکې د بشپړتیا او پراختیا تر حده تللي دي.
د سورئې خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې له رعربستان سره ددغه هیواد اړیکې تل مثبتې او رغنده وې ، زیاته کړه ، په دمشق کې د عربستان د سفارت ودانۍ تقریبا دپرانیستو لپاره تیار دی او په همدا وروستیو کې د عربستان یوه پلاوي دمشق ته سفر کړی دی اوا په دې زمینې کې ئې دسورئې په ملګرتیا رضایت ښودلی دی. المقداد په دوام کې د عربی اتحادئې د وروستۍ سرمشریزې پر نتیجو خوښي ښودلې او دا ئې یو مثبت ګام بللی دی ، خو په عین حال کې له ځينو لورو څخه ئې غوښتي دي ، په سورئې کې له ترهه ګرۍ څخه دملاتړ له دوام او دسورئې دملت په ضد ددباؤنو د زیاتولو له دوامه لاس واخلي .