د صهیونیست رژیم د جنایاتو په هکله دې څېړنې وشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134388-د_صهیونیست_رژیم_د_جنایاتو_په_هکله_دې_څېړنې_وشي
د بخښنې نړیوالې ادارې د غزې په ترانګه کې د اسرائیل د رژیم د تېرې میاشتې په ۵ ورځنیو بریدونو کې د جنګي جنایاتو په هکله د څېړنو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-06-13T23:38:14+00:00 )
Jun 14, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • د صهیونیست رژیم د جنایاتو په هکله دې څېړنې وشي

د بخښنې نړیوالې ادارې د غزې په ترانګه کې د اسرائیل د رژیم د تېرې میاشتې په ۵ ورځنیو بریدونو کې د جنګي جنایاتو په هکله د څېړنو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي چي د صهیونیست رژیم هوایي بریدونه د غزې په تړانګه کې د عامو وګړو کورونه ویجاړ کړي چي دا د عامو فلسطینیانو د ډله ایزې سزا ورکولو په معنا ده او هیڅ یو فوځي توجیه نه لري.

د بخښنې د نړیوالې ادارې په اعلامیه کې راغلې: صهیونیست رژیم له ضرورت پرته په عامو فلسطینیانو هوایي بریدونه کړي چي په کښې د ماشومانو په شمول عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او داسي بریدونه جنګي جنایت بلل کیږي.

یاده اداره د غزې په تړانګه کې د صهیونیست رژیم د ۹ هوایي بریدونو په هکله څېړني تر سره کړي او ویلي چي په یادو بریدونو کې ګڼ شمېر عام وګړي وژل شوي او د خلګو کورونه وران شوي دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې د اعلامیې په پای کې ټینګار کوي چي دغه بهیر باید ختم شي او د غزې د تړانګې کلابندۍ ته د پای ټکۍ کښېښودل شي او د جنګي جنایاتو لاملین دې د نړیوالو قوانینو پر بنیاد سزا شي.