سوریه کې ۵۰ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله
د سوريې په شمال لویدیځ ادلب کې د دغه هېواد د پوځ د هوایي بریدونو په پایله کې پنځوس تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سوريې په شمال لویدیځ ادلب کې د دغه هېواد د پوځ د هوایي بریدونو په پایله کې پنځوس تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د را پورونو له مخې د سوریې پوځ د سې شنبې په سهار د ادلب په جنوب کې د «هیئة تحریر الشام» ډلې د ترهګرو په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
د النصره جبهې ترهګره ډله چې تل د سوریې د پوځ او د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د اسلامي مقاومت د ځواکونو له پرله پسې ماتو سره مخامخ شوې ده، اوس هم د ترکیې په ملاتړ سره د سوریې په ناکرارو سیمو کې شتون لري او خپلې دښمنۍ کړنې ته دوام ورکوي.
د المیادین شبکې د راپور له مخې، د سوریې پوځ د «تحریر الشام» ډلې (پخوانۍ النصره جبهې) پر یوې سترې اډې چې د سوریې په جنوب کې د «سرجه» په سیمه کې شتون لري، هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې پنځوس تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
«هیئة تحریر الشام» ډلې خبر ورکړی چې د ادلب په جنوب کې د سې شنبې په سهار د سوریې د پوځ په هوایي برید کې د «ربیع العثمان» چې مشهور په «ابو کرمو مورک» دی، په ګډون یې د دغه ډلې یو شمېر مهم مشران وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د سوریې پوځ د «هیئة تحریر الشام» اړوند د «لواء حمزه» ډلې پر مرکز، چې د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل شوي یو شمېر ترهګر په کې ځای پر ځای شوی وو، بمباري وکړه.
په دې وروستیو ورځو کې د سوریې په شمال او شمال لویدیځ کې د جبهة النصره ترهګرې ډلې او د «حزب ترکستانی» په نامه ترهګرې ډلې درې ځله د سوریې او روسیې د پوځیانو په هوایي بریدونو کې په نښه شوي دي.
د سوریې خبري سرچینو اعلان وکړ چې دغه حملې د سوریې په ملکي وګړو د دغو ترهګرو د وروستیو بې پیلوټه الوتکو د هغه حملو په ځواب کې شوي چې له امله یې یو شمېر سوریایي اتباعو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.