له اسرائیلو سره به د امریکا مرستې دوام ولري
رویټرز خبري اژانس راپور راکړی په صهیونیسټ رژیم کښې د قضايي لومړنیو بدلونونو د لایحې له تصویبیدا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تل اویو سره د واشنګټن د مرستو د دوام خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټیل په تیرې سه شنبې ورځ له خبریالانو سره په خبرو کښې وویل له اسرائیلو سره به د امریکا مالي مرستې بندې نشي او نه به کمې شي ځکه چې له اسرائیلو او د هغه له امنیت سره زمونږ ژمنه لړزانتیا نلري.
د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینې په تیرې دوشنبې ورځ په پارلمان کښې د خپلو استازیو په ملاتړ سره د قضايی بدلونونو د لایحې په چوکاټ کښې د «معقولیت د برهان د لغو کیدا» د قانون مسوده تصویب کړه.
دغه مسوده په څلورشپیتو رایو سره تصویب شوه او د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر یواو ګالانټ هم هغه ته مثبته رایه ورکړه.