د دمشق په سیده زینب سیمه کې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136298-د_دمشق_په_سیده_زینب_سیمه_کې_چاودنه_شوې
د دمشق په څنډه کې د سیده زینب په سیمه کې د موټر د چاودنې له امله، یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-07-28T00:59:21+00:00 )
Jul 28, 2023 05:27 Asia/Kabul
  • د دمشق په سیده زینب سیمه کې چاودنه شوې

د دمشق په څنډه کې د سیده زینب په سیمه کې د موټر د چاودنې له امله، یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د دمشق په څنډه کې د سیده زینب په ښار کې د چاودېدونکو توکو یو موټر په نښه کړ چې له امله یې یو شمېر کسان شهیدان او ژوبل شول.

د ځینو سرچینو په وینا، چاودنه د دمشق په څنډه کې د سیده السلام هوټل ته څېرمه شوې ده.

د لبنان د « العهد » خبري آژانس هم په دې پېښه کې د ۴ تنو د شهادت خبر ورکړی دی.

د المیادین ټلویزیوني چینل په یو راپور کې اعلان وکړ: په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره د دمشق په سویل کې د سیده زینب په سیمه کې، د چاودنې له امله یو تن شهید او څلور کسان سخت ژوبل شول.

تر اوسه د دې چاودنې نور جزیات نه دي خپاره شوي.