د قرآن کریم سپکاوی، د صهیونیسټي لابۍ په اشارو کیږي
(last modified Sat, 29 Jul 2023 02:59:48 GMT )
Jul 29, 2023 07:29 Asia/Kabul
  • د قرآن کریم سپکاوی، د صهیونیسټي لابۍ په اشارو کیږي

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر په دې خبرې سره چې اسلامي امت د صهیونیسټي او امریکايي لابۍ د یزیدیانو له شرارت او جنایت سره مخامخ دي، وویل: په لویدیځو هیوادونو کښې د قرآن څیرې کول او سوځول، د دغې لابې له خوا کیږي

سید "عبدالملک الحوثی"  پرون د عاشورا د ورځې په مظاهرو کښې، په دې خبرې سره چې نن سبا اسلامي امت د صهیونیسټي او امریکايي لابۍ د یزیدیانو له ظم، شرارت او جنایتونو سره مخامخ دی، ټینګار وکړ چې په لویدیځو هیوادونو کښې د قرآن بې حرمتي هم د دغې یهودي لابۍ په اشارو کیږي چې دا کار د کفر او په اسلام او مسلمانانو باندې د تیري اوج دی.

د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر وویل: د بندیزونو، جنګ، تبلیغاتو او د فتنې لپاره د هلوځلو په وړاندې د یمن د خلکو ۹ کلن مقاومت، د امام حسین علیه السلام په شمول د مشرانو له سنتونو په پیروۍ او مرستې سره شوی دی او اسلام امت باید په قرآن کریم باندې د لویدیځو هیوادونو د تیري په وړاندې لاپریکنده او لاجدي دریځ غوره کړي.

الحوثي دې ته په اشارې سره چې د لویدیځو هیوادونو سپکاويو ته د مسلمانو هیوادونو ترټولو وړوکی ځواب، د سفارتي اړیکو غوڅول او اقتصادي بایکاټ دی، لویدیځو ټولنو ته خبرداری ورکړ چې یهودي لابي یې د کندې په لور بیايي.

الحوثي لویدیځ تمدن، یو داسې وحشیانه تمدن وباله چې د انساني اخلاقو او ارزښتونو انکار کوي او مقدساتو ته د هیڅ احترام قائل نه دی او په پاې کښې یې له لویدیځو ټولنو وغوښتل چې له قرآن سره په چلند کښې بیاکتنه او غور وکړي او اسلام ته ګروهنه پیدا کړي ځکه چې اسلام د انساني ټولنو د ژغورنې یوازنۍ لاره ده.

د ویلو ده چې پرون د یمن خلک سړکونو ته راووتل او د صنعاء، اب، البضاء، مارب او صعده په شان ښارونو کښې د عاشورا د عزادارۍ دستورې ترسره کړې.

هغوي هم داشان د فلسطین له مسئلې په ملاتړ او له اسرائیلي دښمن سره د اړیکو په نه سمولو باندې ټینګار وکړ.