د صهیونیسټانو په ډزو کې د یو فلسطیني ځوان شهادت
فلسطیني چارواکي وایي، د فلسطین په کرانه باختري سیمه کې د قصی جمال معطان په نوم یو ۱۹ کلن فلطسینی ځوان د سهونیسټانو په ډزو کې شهید شوی دی.
فلسطیني چارواکي وایي، د فلسطین په کرانه باختري سیمه کې د قصی جمال معطان په نوم یو ۱۹ کلن فلطسینی ځوان د سهونیسټانو په ډزو کې شهید شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې دغه فلسطیني ځوان د رام الله په جنوب د «برقه» په کلي کې د صهیونیسټي میشته ښاري لخوا په ډزو ووژل شو.
همداشان نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو د «حرش السعدا جنین» په سیمه کې په یوشخصي ګاډي ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه فلسطینی ځوانان ټپیان کړي.
د صهیونیسټانو جنایتونه په داسې حال کې دوام لري چې ملګرو ملتو د جمعې په ورځ په نیواکي لویدیځه غاړه کې د فلسطین په خلکو او شتمنیو باندې د اسرائیلو د حملو د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د میشتو میشتو سیمو شاوخوا ۵۹۱ بریدونه ثبت کړي، چې په دې بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتي یا یې شتمنیو ته زیان اوښتی او یا هم دواړه زیانونه یې لیدلي دي.
د فلسطین د مظلومو خلکو حقونه له څه دپاسه اویا کلونو راهسې د صهیونیسټی رژیم د تیریو لاندې تر پښو لاندې شوي دي.
په دې موده کې د بیت المقدس نیواکګر رژیم د فلسطینیانو پرضد ترټولو وحشیانه جنایتونه ترسره کړي دي.