د اسرائيلو اډې ته څېرمه د امام حسين (ع) بيرغ ورپول شو
Aug 06, 2023 16:44 Asia/Kabul
د «مدي العالم» کاروونکي اکاونټ په ټویټر کې د اشغال شویو سیمو پر وړاندې د لبنان په سویل په «یارون» ښارګوټي کې د امام حسین (ع) د بیرغونو د پورته کولو ویډیو خپره کړه. د یارون په سرحدي ښارګوټي کې چې د اسرائیلو یوې پوځي اډې ته نږدې دی، د حسیني بیرغونو ځړول، صهیونیسټي پوځیان په بیړني حالت کې راوستل.