یو فلسطیني موذن د قرآنکریم د تلاوت پر مهال مړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136856-یو_فلسطیني_موذن_د_قرآنکریم_د_تلاوت_پر_مهال_مړ_شوی
د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د یوه جومات مؤذن حاج ابو هیثم السویرکي د قرآنکریم د تلاوت پرمهال مړ شوی او د دغې پېښې ویډیو په مجازي پاڼو کې خپره شوې ده.
(last modified 2023-08-08T12:59:03+00:00 )
Aug 08, 2023 17:26 Asia/Kabul

د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د یوه جومات مؤذن حاج ابو هیثم السویرکي د قرآنکریم د تلاوت پرمهال مړ شوی او د دغې پېښې ویډیو په مجازي پاڼو کې خپره شوې ده.

ایکنا د رؤیا نیوز په حواله خبر ورکوي چې، دغه فلسطیني مؤذن د سهار د لمانځه په وخت کې د جومات دروازې د لمونځ کوونکو د ننوتلو لپاره پرانیزي، د سهار اذان وايي او خپل لمونځ ادا کوي او کله چې په څوکۍ باندې د قرآنکریم تلاوت پیلوي، له دې فاني نړيه سترګي پټوي.

د ټولنيزو پاڼو کاروونکو د دې پېښې ويډيو، چې په جومات کې د امنیتي کمرو په واسطه ثبت شوې وه په مجازي نړۍ کې خپره کړې او د دغه فلسطيني موذن له کورنۍ سره يې د خواخوږۍ ترڅنګ، د دې پېښې په اړه له دوی سره خواشيني څرګنده کړې ده.