په سوریه کې د امریکایي ځواکونو په قرارګاه کې چاودنه شوې
خبري سرچینې د سوریې د الحسکه ولایت په ریف سیمه کې د امریکایي ځواکونو په قرارګاه کې له چاودنې خبر ورکوي.
خبري سرچینې د سوریې د الحسکه ولایت په ریف سیمه کې د امریکایي ځواکونو په قرارګاه کې له چاودنې خبر ورکوي.
د سوریې د کرد ډیموکراټیکو ځواکونو سره یو ځای امریکايي ځواکونه له ډیرې مودې راهیسې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې په غیر قانوني توګه حضور لري او د دغه هیواد د تیلو او شتمنیو په لوټلو سربیره یې د سیمې د اوسیدونکو پرضد جنایتونه ترسره کوي.
د المیادین خبري شبکې د شنبې په ورځ په یوه راپور کې د سوریې په ختیځ کې د الحسکه ولایت د ریف په «الشدادي» سیمه کې د امریکايي اډې دننه د چاودنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د چاودنې ځای ته یو شمیر امبولانسونه هم استول شوي دي.
نن شنبه سهار د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور ولایت د «کونیکو» د طبیعي ګازو په ډګر کې د امریکايي اشغالګرو پوځي اډه په دریو راکټي بریدونو کې په نښه شوه.
د دغه رپوټ له مخې د دغه هېواد په ناقانونه اډه کښې دننه د امرېکا د فوځ په فوځیانو باندې د نا پېژاندو کسانو له خوا ۳ توغندی وتوغول شول چې په خپلو هدفونو ولګېدل.
د کونیکو د برید او په الشدادي کې پر امریکايي اډې د چاودنې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه تر اوسه کوم راپور نشته.
څه موده وړاندې د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور ولایت سیمه ایزو سرچینو د امریکې د ترهه ګرو له یوې اډې څخه د څو سترو چاودنو د اوریدو خبر ورکړ.