نیجر کښې لاسوهنه د سیمې د ثبات د ختمیدا سبب ګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137192-نیجر_کښې_لاسوهنه_د_سیمې_د_ثبات_د_ختمیدا_سبب_ګرځي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور راکړی د الجزایر د پوځ لوی درستیز «سعید شنقریحه» وویل په نیجر هیواد کښې د خارجي هیوادونو پوځي لاسوهنه د افریقا د ساحل سیمې ثبات له خطر سره مخامخ کوي.
(last modified 2023-08-15T21:04:52+00:00 )
Aug 16, 2023 01:17 Asia/Kabul
  • نیجر کښې لاسوهنه د سیمې د ثبات د ختمیدا سبب ګرځي

اسپوتنیک خبري اژانس راپور راکړی د الجزایر د پوځ لوی درستیز «سعید شنقریحه» وویل په نیجر هیواد کښې د خارجي هیوادونو پوځي لاسوهنه د افریقا د ساحل سیمې ثبات له خطر سره مخامخ کوي.

هغه پرون په ماسکو کښې د نړیوال امنیت په یولسم  کانفرنس کښې په نیجر هیواد کښې د هر ډول خارجي پوځي لاسوهنې په هکله چې د افریقا د ساحل سیمې د ډیرې بې ثباتۍ سبب ګرځي له خارجي لاسوهنې پرته د افریقا په دغه هیواد کښې په اساسي قانون د عمل کولو او قانوني حالت ته د  حالاتو د ورستنیدا غوښتنه وکړه.

د الجزایر د پوځ لوی درستیز وویل د افریقا د ساحل سیمې اوسني حالات له دوه زره یولسم میلادي کال راهسې په سیمه کښې د خارجي هیوادونو د لاسوهنو او د لیبیا د کړکیچ نیغ په نیغه او د روان میلادي کال له اپریل میاشتې راهسې په سوډان کښې د وسله والو نښتو د زیاتیدا نتیجه ده.