فلسطیني ملت به هېڅکله تسلیم نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137586-فلسطیني_ملت_به_هېڅکله_تسلیم_نه_شي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مرستیال په دې خبرې سره چې موږ باور لرو چې د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مبارزې پایله بریا ده وویل: د فلسطین ملت به هېڅکله تسلیم نشي.
(last modified 2023-08-25T01:54:59+00:00 )
Aug 25, 2023 06:22 Asia/Kabul
  • فلسطیني ملت به هېڅکله تسلیم نه شي

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مرستیال په دې خبرې سره چې موږ باور لرو چې د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مبارزې پایله بریا ده وویل: د فلسطین ملت به هېڅکله تسلیم نشي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ صالح العاروري له الاقصی راډیو سره په مرکه کې زیاته کړه: نیواکګر غواړي زموږ ملت، تاریخ او مقدسات له منځه یوسي او پر ځای یې یو جعلي تاریخ او ملت پرېږدي، خو باید پوه شي چې دا نیواکګران دي چې له دې خاورې به وشړل شي، نه د فلسطین ملت.

العاروري وویل: مقاومت د فلسطین له نیواک څخه پیل شوی او دوام لري.

هغه وویل: موږ یو واحد ملت یو او د حقونو د ترلاسه کولو او د مقدساتو د دفاع په خاطر هر وخت جګړې او مبارزې ته چمتو یو.

العاروري زیاته کړه: نن ورځ موږ د اشغال او د ښارګوټو د جوړولو پر ضد جګړه کوو او هره ورځ چې تر دې ناوخته جګړې ته داخل شو، په راتلونکې کې باید په لا سختو شرایطو کې جګړه وکړو.

هغه وویل: زموږ ملت په هر ځای کې له اشغالګرو سره مبارزې ته چمتو دی او د اشغالګرو جنایتونه دوی ته هېڅ ګټه نه رسوي.

مقاومت منځګړو خواوو ته د پیغامونو له لارې اعلان کړی چې د صهیونیسټي دښمن هر ډول جنایت او وژني ته به له تصور څخه ډېر لوړ ځواب ورکړل شي.