فلسطیني ملت به پر الاقصی جومات د برید اجازه ورنکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137910-فلسطیني_ملت_به_پر_الاقصی_جومات_د_برید_اجازه_ورنکړي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وویل، د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته پر الاقصی جومات  د یرغل اجازه ورکړي.
(last modified 2023-09-01T21:54:18+00:00 )
Sep 02, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • فلسطیني ملت به پر الاقصی جومات د برید اجازه ورنکړي

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وویل، د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته پر الاقصی جومات  د یرغل اجازه ورکړي.

د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم په غزه کې د بیت المقدس او لوېدیځې غاړې د ملاتړ د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د یهودیانو د اخترونو په جریان کې پر الاقصی جومات هر ډول تیری او حمله، په ټولو جبهو کې بشپړې جګړې د دروازې پرانیستلو په معنی ده.

قاسم څرګنده کړه، صهیونیسټي پوځیان او ښارګوټه مېشتې به تر هغو چې خپلو یرغلونو او د ښارګوټه جوړولو ته دوام ورکړي، په امن کې به نه وي.

د حماس ویاند دې ته په اشارې سره چې مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د تېري اجازه ورنکړي او د دغو بندیانو په خلاف د اسرائیلو د ظلمونو د مخنیوي لپاره به له ټولو وسیلو کار واخلي.

قاسم په لوېدیځه غاړه کې د مقاومتي فعالیتونو او عملیاتو زیاتېدو ته په اشارې سره وویل، هېڅوک د دغو فعالیتونو او عملیاتو مخه نشي نیولی.