د صهیونیسټي پوځیانو په حملې کې ۳۰ فلسطینیان ژوبل شول
د اردن سیند د لوېدیځې غاړې په شمالي برخې د نابلس په سویل کې د صهیونیسټي پوځیانو د برید له امله، ۳۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د فلسطین د خبري آژانس سما د خبر له مخې، صهیونیسټي پوځیانو د نابلس په سویل کې پر بیتا ښارګوټي حمله وکړه او له فلسطیني ځوانانو سره یې نښته پیل کړه.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې اعلان وکړ چې په بیتا کې د صهیونیسټي پوځیانو او فلسطینیانو ترمنځ په نښتو کې ۳۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.
د دغه خبر له مخې، صهیونیسټي پوځیانو هم د جنین په لوېدیځ کې د زبوبا پر کلي او د قلقیلیه په ختیځ کې د کفر قدوم پر سیمه باندې حملې کړې او له فلسطینیانو سره یې نښته کړې ده.
صهیونیسټان د خپلو پراختیایي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې کوي او په دروغجنو ادعاګانو سره فلسطینیان نیسي.