د جنوبی قفقاز سیمې مسئلې اساسی حل ته اړتیا لري
ریسي په بریکس ډلې کې د ایران دغړیتوب لپاره د روسیې د ملاتړ په قدرونې سره ووئیل بریکس د څوقطبي نړۍ په رامینځةکولو کې یو اغیزشیندونکی نوی اورګان او د ایران ،روسیې او نورو غړو هیوادونو د دوو اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو تعاملاتو د پراختیا لپاره یوه مناسبه زمینه ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې ولسمشر انو دسیمه ایزو بدلونونود وترټولو وروستیو حالاتو په ارزونې سره ددواړو هیوادونو ترمنیخ په خبرواترو او له سیمې سره په اړونده موضوعګانو کې د پرَدَیو له لاسوهنې څخه د ډډه کیدا او د ۳+۳ ډلې په چوکاټ کې د جنوبی قفقاز سیمې د مسئلو د حل په ضرورت ټينګار وکړ.
زمونږ خبریال راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر دروسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین د ټیلیفوني تماس په ځواب کې،ددواړو هیوادونو د مراوداتو بهیر خوښ وباله او او دټرانزیټ ،ټرانسپورټي ، دانرژۍ د مبادلې او د شمال –جنوب د کریډور د بشپړولو دزمینو پشمول دخپل مینځیو مشترکو پلانونو او موافقو په اجرا کې پر چټکتیا ټينګار وکړ.
ریسي په بریکس ډلې کې د ایران دغړیتوب لپاره د روسیې د ملاتړ په قدرونې سره ووئیل بریکس د څوقطبي نړۍ په رامینځةکولو کې یو اغیزشیندونکی نوی اورګان او د ایران ،روسیې او نورو غړو هیوادونو د دوو اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو تعاملاتو د پراختیا لپاره یوه مناسبه زمینه ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغې ټيلیفوني مکالمې کې ووئیل،په تیر کال کې د دواړو هیوادونو د تجارت اندازه ریکارډ ماتونکي وه. هغه د رشت –آستارا د ریل پټلۍ د زرترزره داجرا او له یوه بل سره د ایران ،آذربایجان جمهوریت او روسیې دریلي دپټلۍ د ګنډل کیدا په باب په هیلې ښودلو او ددغو هیوادونو ترمینځ د تجارتي مبادلاتو پر زیاتیدا د پام وړ اغیزو ته په اشارې سره ایران د روسیې یو سټراټژيک شریک وباله.