امریکا له ترهه ګرو سره ګډې او یو شان موخې لري
د سورئې ولسمشر ددغه هیواد په شمال ختیځ کې دترهه ګرو ددیره کیدا ځاي او پر دغو سیمو د واشنګټن مسلط کیدا ته په اشارې سره ووئیل، امریکا له ترهه ګرو سره په هرڅه کې شراکت لري.
فارس خبری آژانس راپورورکړ، د سورئې ولسمشر بشار اسد د چین له سی سی ټی وي خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې چې بیګا خپره شوې ده ووئيل، جنګ پاي ته نه دی رسیدلی او مونږ دمګړئ د جنګ په مینځ کې یوو، البته سوریه د یوه هغه جغرافیائي موقعیّت په توګه چې تل د یرغلونو لاره ده ،په عین حال کې د سورئې ولس ددې جوګه دي، کله چې جنګ پاي ته ورسیږي او کلابنده ختمه شي،خپل هیواد ورغوي.
بشار اسد زیاته کړې ده ،دسورئې شمال ختیځي سیمه چې ترهه ګر پکې دیره کړئ شوي دي ، هماغه ځای دی چې امریکایان ئې بشپړ اطلاعات لری او ورباندې مسلط دي ، دا په عین حال کې دوهم مشکل رامینځةکوي او هغه دا چې دغه لوي هیواد له ترهه ګرو سره په یوه پلیټ کې خوري.
د سورئې ولسمشر د سورئې دخلکو معیشت مشکل ته په اشارې سره چې داقتصادی ترینګلتیاؤ له امله دی،ووئيل، که بیا رغونه ترسره شي، نو سوریه به ډير لوي راتلونکی ولری . له جنګه مخکې د سورئې وده په ترټولو ښې سوئې یعني اوه فیصدي وه چې له محدودو ظرفیّتونو سره دیوه هیواد لپاره ډیره زیاته شمیرل کیږی. پر دې اساس په بشپړ ډاډ سره ویلی شو چې دجنګ دریدا او د هیواد بیارغونه ،به سوریه له جنګه له مخکې پړاوه هم لاښه کړي. /