جهاد اسلامي له اسرائیلو په په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139406-جهاد_اسلامي_له_اسرائیلو_په_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي« ناصر ابوشریف »د صهیونیسټ رژيم د پلانونو د ماتي لپاره په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د مقاومت د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-10-03T06:35:27+00:00 )
Oct 03, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • جهاد اسلامي  له اسرائیلو په په مبارزې ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي« ناصر ابوشریف »د صهیونیسټ رژيم د پلانونو د ماتي لپاره په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د مقاومت د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه له «صوت القدس» راډیو سره په مرکه  کښې«عملیات شجاعیه» د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ په تاریخ کښې د بدلون پیچومی وباله او ویې ویل جهاد اسلامي غورځنګ داسې بڅرکی و چې لومړۍ انتفاضې یې رامینځته کړه او همدغه چارې د نولس سوه اوه اتیایم میلادي کال له لومړیو څخه د عملیاتو د ترسره کولو فضا رامینځته کړه.

ابوشریف وویل د فلسطین ملت په خارجي او د سیمې په ځواکونو باندې د تکیې کولو پرځاې تر ټولو ستر انقلاب رامینځته کړ او په خپله یې له صهیونیسټي دښمن سره د جنګونو د اداره کولو مسوولیت پرغاړه واخیست.

هغه وویل د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د اسلامي امت او د فلسطین د ملت د پاڅون لپاره یو اوزار دی.