فلسطینیو مبارزانوخپله نیول شوي ۵ کلومیټره مځکه آزاده کړه
د مقاومتی غورځنګ حماس مشرانو له دې وروسته چې د ح ماس مقاومتي غورخنګ مبارزانو د غزې تړانګې شاوخوا صهیونیسټ میشته ښارګوتوپه لسګونو توغندي وویشل د شکر سجده ئې وکړه.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس مبارزانو نن سهار وختي دغزې تړانګې شاوخوا صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور په لسګونو توغندي وتوغول او ورسره ئې مځکني عملیات هم ترسره کړل چې پر دغو ښارګوټو کې پر واټيزو نښتو سربیره صهیونیسټانو ته ئې درندې مرګ ژوبلې او تاوانونه هم واړول. او یو شمیر صهیونیسټي عسکر او ښارګوټو اوسیدونکي ئې ونیول.
العالم ټيلیویژنی چینل له غزې راپور ور کړ،د فلسطین مقاومتی مبارزانو نیول شوي ټاټو څخه کابو پنځه کلومیټر مځکه آزاده کړې ده.ددغه راپور په اساس مقاومتيځواک د نیواکګر رژيم یو ټانک هم په نښه کړی اوپر ښارګوټو اوسیدونکو ئې سختې حملې کړي دي.
د مقاومتی غورځنګ حماس مشرانو له دې وروسته چې د ح ماس مقاومتي غورخنګ مبارزانو د غزې تړانګې شاوخوا صهیونیسټ میشته ښارګوتوپه لسګونو توغندي وویشل د شکر سجده ئې وکړه.
ایران پریس خبری آژانس هم راپو رورکړ، دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د حماس مقاومتي رهبرانو صهیونیسټ میشټه ښارګوټو ته د مقاومتي مبارزانو په نفوذ او سختو ټکونو پسې د خدای په درګاه کې د شکر سجده وکړه.د غزې تړانګې اوسیدونکو هم په واټونو کې د فلسطین د بیرغ په رپولو سره جشن جوړ کړ.