له وحشی صهیونیسټي رژيمه د ملاتړ لپاره د امریکا لمسؤنکي اقدامات
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139684-له_وحشی_صهیونیسټي_رژيمه_د_ملاتړ_لپاره_د_امریکا_لمسؤنکي_اقدامات
د حماس غورخنګ ویندوی ټينګار کړی دی، د اسرائيلو دملاتړ لپاره په سیمې کې د جنګی بیړئ ددیره کولو په باب د امریکا اعلان ، دمونږ په ولس په تیریو کې حقیقی ګډون کول دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 09, 2023 12:11 Asia/Kabul
  •  له وحشی صهیونیسټي رژيمه د ملاتړ لپاره د امریکا لمسؤنکي اقدامات

د حماس غورخنګ ویندوی ټينګار کړی دی، د اسرائيلو دملاتړ لپاره په سیمې کې د جنګی بیړئ ددیره کولو په باب د امریکا اعلان ، دمونږ په ولس په تیریو کې حقیقی ګډون کول دي.

امریکا د فلسطین دغزې تړانګې په شاوخوا نیواکي ټاټوبو د فلسطین دمقاومتي چورلیز زد مبارزانو  په؛طوفان الاقصی؛نومې بې مخینې عملیاتو پسې  چې د صهیونیسټي رژيم کمزورتیا او منزوي کیدا ئې نندارې ته وړاندې کړه،له تل ابیب څخه د ملاتړ او د صهیونیسټانو د تش په نامه روحیې د پیاوړتیا لپاره یو لړلمسؤنکي اقدامات  اجرا کړي دي .

په غزې تړانګې کې مقاومتي ډلې چې په سر کې ئې حماس او اسلامی جهاد غورځنګونه دي،د اکتوبر په اوه مه نیټه ئې د نیواکګر او وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد د طوفان الاقصی نومې عملیات پيل کړل چې ددغه جنایتکار رژيم دبشپړ انفعال سبب شوي او نیواکګرو صهیونیسټانو تهئې لوی شاک رسولی دی.

امریکا نیّت لري،له تل ابیب څخه د ملاتړ په توګه خپله لویه جنګی بیړئ نیواکي فلسطین ته ورنزدې کړي. د امریکا جنګ وزیر لویډ آ ستین بل پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،دمدیترانې ختیځ ته ئې د جرالډ فورډ نومې جنګی الوتکې وړونکی بیړئ د حرکت کولو حکم و رکړی دی څوسیمه ایزې مخه نیونکي هلې ځلې پیاوړي کړو: یو بل امریکائي چارواکي هم وئيلي دي ،متحده ایالات  په لویدیځي آسیا سیمې کې د خپل  ځواک د موقعیّت دپیاوړي کولو لپاره  د پلان د یوې برخې په توګه په دغې سیمې کې  له شلو تر پنځه ویشتو پورې  ایف ۱۵  او ایف ۳۵ جنګي الوتکې دیره کوي،چې فارس خلیج ته  به واستول شي.دغه امریکائي چارواکي په دوام کې  ادعا کړې ده ،ددغو اضافي جنګی الوتکو له دیره کولو موخه،د ایران یا د اسرائيلو له پولو  په بهر کې د جنګ  د پراختیا په وړاندې د مخه نیونې پیاوړتیا ده .

 د واشنګټن اقدامات په ښکاره د صهیونیسټي رژيم د روحیې  دپیاوړتیا او  په سیمې کې د فلسطینیانو د  ملاتړو د ویرولو لپاره هم یو ګام بلل شوی دی.په عین حال کې د فلسطین مقاومتي چورلیز نهی وازې  له دغه ډول خوځښتونو نه یوازې کومه ویره نه لري  ، بلکې  واشنګټن ته ئې د هرډول بلاغوښتنې په باب جدي خبرداری هم ورکړی دی.په دې لړ کې د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس ویندوي وئيلی دي،امریکا دې داسرائيلو نزدې ته د خپلې جنګي الوتکې وړونکي بیړئ د لیږد پایلو ته متوجه شي.د حماس غورخنګ ویندوی ټينګار کړی دی، د اسرائيلو دملاتړ لپاره په سیمې کې د جنګی بیړئ ددیره کولو په باب د امریکا اعلان ، دمونږ په ولس په تیریو کې حقیقی ګډون  کول دي.

Image Caption

 

امریکا   د متحده ایالاتو د ولسمشر جوزف بایډن او د صهیونیسټي لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو ترمینځ له تاکتیکي اختلافاتو سره سره،البته   د اسرائیلو د یوه بې قید او شرطه  اصلی ملاتړې په توګه تل د فلسطینیانو د ماشومانو او ښځو پشمول د ټولو د وژلو پشمول  د درستو فلسطنیانو د ټاټوبی د غصبولو  او له خپلو کورونو د دوي د ویستلو  او دغه راز له ځانه ددفاع په پلمه د فلسطینیانو د وژلو پشمول  د درستو فلسطنیانو په ضد د صهیونیسټي وحشي رژیم  دجنایتکارو اقداماتو ملاتړ کړ دی  او له تل ابیب سره ئې  په لویدیځي هیوادونو  کې ترټولو زیاتې پوځي او مالی مرستې کړي او هماغه راز دوام ورکوي او ددغو بې خرته ملاتړونو په دوام کې ئې بیا دصهیونیسټي تیریګر او وحشي رژيم پوځ ته د لازیاتو پوځي تجهیزاتو او مهماتو د لیږلو  خبره کړې ده .

یو  مهم ټکی دا چې د جوبایډن حکومت له صهیونیستي رژیم سره د سعودي عربستان داړیکو دعادي کیدا لپاره پراخو هڅو ته په پام سره ددغې چارې د لازر تحقق لپاره ډیر امید درلود، چې ا لبته اوس دطوفان الاقصی په عملیاتوسره دغه هلې ځلې بربادې شوي دي.د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم لیکلی دي،په تل ابیب د حماس غورځنګ د مبارزانو حملو له صهیونیسټي رژيم  سره د عربستان د اړیکو دعادي کولوله لارې  په مینځني ختیځ سیمې کې د لازیاتې همپالنې د رامینځةکولو او د سازباز لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن  امید په اوبو لاهوو شوی دی. واشنګټن چې تردې دمه توانیدلی ؤ دتل ابیب او ریاض ترمینځ  داړیکو د عادي کولوپه خبرواتروکې د فلسطین موضوع په تیره بیا د دووهیوادونو د رامینځةکولو لاره چاره عملا څنګة کړي ،خو اوس په ښکاره شاتګ سره ئې یو بل دریځ غوره کړی دی. په دې لړ کې د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن د تیرې یکشنبې په ورځې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ،د فلسطینیانو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ  دمشکل د حل تر ټولو ښه لاره د دوو حکومتونو  جوړول دي .له دغو دریځ نیونو سره سره،البته د فلسطین مقاومتی چورلیز  پخپلو وروستیو ترټولو بې مخینې عملیاتو سره وښودله چې د اسرائیلوپه وړاندې د تش به نامه سوله ایزې لارې چارې هیڅ نتیجه نه ورکوي  او د فلسطنیانو  دحقوقو احقاق به یوازې د قدرت  او  په تیریګر صهیونیسټي رژيم   دخپلو غوښتو دتپلو له لارې  ممکن شي.